کابل باختر دسلواغې اتمه :
يو څارنوال په قندهار ولايت کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
عبدالاحد پرون په قندهار ښار کې دواده سالون ته څيرمه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې او روغتون ته دليږلو په وخت کې ووژل شو .
دقندهار ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې يرغلګرو په دغه څارنوال له ډزو وروسته وتښتيدل او د دوى دپيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
ختم_ عطاالله – اکرم