سیاست

جمهور رئیس غني په هند کې له یو شمېر میشتو افغانانو سره وکتل

کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ٨ مه:
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، هند ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې له یو شمېر میشتو افغانانو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې تېرماښام په نوي ډهلي کې د افغانستان په سفارت کې ترسره شوه، په هند کې د میشتو افغانانو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې، ويې ویل چې له ۲۰۰ کلونو را په دې خوا ګڼ شمېر افغانان په هندوستان کې اوسیږي چې تر اوسه یې خپله ژبه او فرهنګ ساتلی دی. دوی له جمهور رئیس غني څخه وغوښتل چې د دوی اولادونو ته په هندوستان کې په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه برابره او په نوي ډهلي کې د سیدجمال الدین افغان ښوونځي ته پراختیا ورکړي.
دوی دغه راز افغانستان ته د تګ لپاره د ویزې د اسانتیاوو او د زور واکو له خوا د اهل هنودو د یو شمېر نیول شویو مذهبي اماکنو د استرداد غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس غني په هند کې له میشتو افغانانو څخه مننه وکړه چې په دغه هېواد کې د اوږدو کلونو په تېرولو سره سره یې خپله ژبه او فرهنګ له لاسه نه دی ورکړی.
جمهور رئیس هغوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې وڅيړلې شي او د هغوی اولادونوته به په مورنۍ ژبه د زده کړې لپاره لازم ترتیبات ونیول شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته