سیاست

تبصره

کابل باختر دسلواغې شلمه :
دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي موافقه ليک دمفادو دتطبيق او تعقيبولو په موخه ددريو کاري کميټو دجوړولو په سرددغو دواړو هېوادونو موافقه ، دتروريستانو دټکولو لاره لنډوي او افغانستان به زيات دنړيوالې ټولنې دملاتړ وړ وګرځوي .
دباختراژانس مبصر ليکي  دافغانستان اوامريکا او دافغانستان او ناتو ترمنځ دامنيتي موافقه ليک دمفادو دتطبيق دڅرنګوالي په باب لومړۍ غونډه په دې وروستيو وختو کې په کابل کې جوړه شوه .
دغه غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې دملي وحدت حکومت په خپلو لومړنيو کاري ورځو کې دغه جنجالي موافقه ليک لاسليک کړ چې د هغه له مخې  په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو ديوې برخې دشتون دوام قانونمند شو .
دافغانستان او امريکا او دافغانستان او ناتو ترمنځ  دامنيتي موافقه ليکونو په لاسليک سره زياتې هيلې رامنځته شوې چې له امريکا څخه ديو قدرتمند هېواد په توګه او له ناتو څخه ديوه معتبر پوځي سازمان  په توګه، له افغانستان او دهغه له خلکو  سره چې له دسيسو ، توطيو او له سترو استخباراتي لوبو سره مخامخ دي، زيات ملاتړ ترلاسه کړي خو دڅه دپاسه يوکال په تيريدو سره ، دافغانستان دولت اوخلک لکه څنګه چې هيله لرله ددغو موافقه ليکونو له مفادو څخه ګټه نه ده اخستې بلکې بهرنۍ لاسوهنې لاپسې  جدي  شوې او آن دتيري  بڼه يې ځانته غوره کړه .
ددغه شان يوه حالت دوام نه يواځې دهمکارانو او ملاتړو هېوادونو په نسبت دافغانانو هيلې او اعتبار کم نه کړ بلکې ددې زمينه يې برابره کړه چې ددغو موافقه ليکونو انتقاد کوونکي زيات خپل  غږ پورته  کړي خو وروستۍ غونډې چې دافغانستان دملي دفاع په وزارت کې جوړه شوه ځينو پوښتنو ته ځواب ووايه او داهيلې يې بيا  ورغولې چې دافغانستان له دولت اوخلکوسره ملاتړ هماغه شان دوام لري .
دافغانستان  او امريکا او دافغانستان او ناتو ترمنځ په امنيتي موافقه ليکونوکې په افغانستان کې اوسنيو ستونزو ته دځواب ورکولو په برخه کې ددواړو لورو ژمنې او مکلفيتونه په ډاګه شوې دي خو دافغانستان لوري  کمه ګټه ورڅخه اخيستې ده چې دوروستۍ غونډې نتيجو دغه ستونزه تريوې اندازې پورې حل کړې ده .
په وروستۍ غونډه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې ددغو موافقه ليکونو دتطبيق او تعقيبولو لپاره دې درې  کاري کميټې جوړې شي .
دغه کميټې به دمالي چارو ، دګواښونو دڅيړنې او دظرفيت  دودې او لوړولو په برخه کې  فعاليت وکړي .
ددغو موافقه ليکونو له لاسليک کوونکو څخه هيله داده چې په هغو کې دښمن او تروريست  يوشان تعريف اومشخص  شي او هغه ګواښونه چې دافغانستان پرخلاف شته بايد په دغه هېواد پورې منحصر ګواښ ونه بلل شي ځکه دافغانستان ستونزه له زياتې مودې راپديخوا دسره پوځ دتيري له وخت څخه تراوسه پورې يوه بهرنۍ ، پيچلې او پراخه ستونزه ده او ددغې ستونزې کورني عوامل  له بهرنيو  لاسوهنو او دهغو له بهرنيو اړخونوسره تړاو لري که چيرې دافغانستان دستونزې بهرني اړخونه په پام کې  نه وي بايد ددې هيله ونه لرو چې تيرې ترخې پيښې نه تکراريږي .
په نوي يمه  ميلادي لسيزه کې دافغانستان په وړاندې دنړۍ بې پوپيړۍ  يو لړ  ستونزې او ناخوالې پيدا کړې ، چې نړۍ يې  زيانمنه کړه او اوس هم که چيرې ددغه هېواد ستونزو ته ديوې سيمه ئيزې  ستونزې په توګه ونه کتل شي، د ٢٠٠١ م کال  دسپتمبر د مياشتې له ١١ نيټې څخه ستر ناتار به رامنځته شي .
  نوبايد هغه مکلفيتونه  اوژمنې چې دافغانستان په وړاندې شته په سمه توګه او شفاف ډول تحقق  ومومي هغو تروريستي ډلو اوافراطي  جريانونو ته چې غواړي په افغانستان کې خپلې اډې اومرکزونه جوړ کړي پاملرنه وشي دهغوى پټنځي  ، دهغوى دتمويلولو اوسمبالولو سرچينې او دهغوى ملاتړي چې له افغانستان څخه په بهر کې دي له منځه يوړل شي په افغانستان کې ټيکاو واکمن او هغه ګواښونه چې کولاى شي له دغه هېواد څخه نور هيوادونه زيانمن کړي له منځه يوړل شي بايد له تروريستانو او له هغو استخباراتي سازمانونو سره چال چلند  چې ددوى ملاتړ کوي لنډ مهال او په وخت اوشرايطو پورې مقيد نه وي .
  دتروريزم او بنسټپالنې پرخلاف  مبارزه دايمي وي چې جرړې يې له  منځه يوړلى شي امريکا او ناتو ته لازمه ده تثبيته کړي چې ددغو موافقه ليکونو په تطبيق او عملي کولو کې جدي دي  او په ژمنې سره عمل کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته