امنیت

طارق شاه بهرامي: د افغانستان په باب د ناتو ژمنې مهمې دي په يو ويشتو ولايتونوکې جګړه دوام لري

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٣ :
د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي چې د افغانستان د ثبات په اړوند د ناتو ژمنې        مهمې دي.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : 
دملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي نن په يوه خبري غونډه کې د ناتو د دفاع د وزيرانو د کنفرانس او د هېواد د امنيتي حالاتوپه باب څرګندونې وکړې.
د ناتو د دفاع د وزيرانو دغه کنفرانس په دې وروستيو وختوکې د بلژيک په بروکسل ښارکې د ناتو د غړو هېوادونو د دفاع د وزيرانو او د افغانستان  د ملي دفاع وزارت د سرپرست په ګډون جوړ شو.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي چې د دغه کنفرانس نتيجې د افغانستان لپاره يو برياليتوب دى.
ده ټينګاروکړ چې د ناتو د غړو ژمنې د افغانستان د ثبات لپاره مهمې دي  .
د دغه سازمان غړو د افغانستان څلورکلن امنيتي پلان تائيد کړ او د هغه دمالي منابعو په باب يې خبرې پيل کړې دي.
ده زياته کړه: هغوى له موږ سره موافق دي چې زموږ د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د زياتې ځواکمنتيا په باب کار وکړي.
ده څرګنده کړه چې د هېواد ملي اردو او نور پوځي قوتونه ځوان دي او بايد په هغو   ظرفيت جوړونه وشي .
ده وويل: هغه څه چې مهمه ده دا ده چې ناتو او امريکا په دې موافقه لري چې په افغانستان کې روانه، جګړه سيمه ييز اړخونه لري او هغوى بايد د افغانستان  د اوږد مهال همکار په توګه پاتې شي .
د بهرامي دڅرګندونو له مخې: د ناتو نهه ويشتو غړو هېوادونو خپلې ژمنې نوې کړي چې له افغانستان سره به دهمکار او ملاتړ کوونکي په توګه پاتې شي اوهېڅ هېواد ته اجازه نه ورکول کيږي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.
د ناتو پنځلسوغړو هېوادونو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې خپل ځواکونه زياتوي.
بهراني وويل چې د بروکسل په وروستۍ غونډه کې افغاني هيئت  د ډيورند له فرضي کرښې اخوا د تروريستانو د پټنځايونو د شتون يادونه وکړه او د تروريستانو  د پټنځايونو په له منځه وړلوکې يې  د ناتو د همکارۍ  غوښتنه وکړه چې دغه نظريه د ناتو د ملاتړ وړ وګرځيده او دغه څرګندونې د درک وړ وې  چې افغانستان د تروريزم قرباني دى .
د ناتو غړو هېوادونو موافقه وکړه چې په افغانستان کې د جګړې مديريت د افغانستان له ځواکونو سره پاتې کيږي او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په سمبالولو ټينګار وشو او د اوسنيو الوتکو ځاى به نوې الوتکې ونيسي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي دغه راز په دې خبري غونډه کې په هېواد کې د وروستيو پوځي پرمختياوو يادونه هم وکړه .
ده وويل چې يوشمېر ولايتونه له امنيتي ګواښونو سره مخامخ  دي . د افغانستان دښمنانو په روان کال کې ستراتيژيکي هدفونه لرل چې يو يې د بدخشان ولايت د دريو ولسواليو نيول و چې د پاکستان له چترال سره پوله لري.
هغوى په پام کې لري چې د بدخشان ولايت د دغو دريو ولسواليو په نيولو سره درې ولايتونه ونيسي چې خپلو هدفونو ته ونه رسيدل.
دکندز ولايت د امنيت ګډوډول او نيول او د ننګرهار ولايت په دريو ولسواليو واکمني د افغانستان د دښمنانو په دغو پروګرامونوکې شامل دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست يادونه وکړه:د هېواد په يوويشتو ولايتونوکې جګړه شته خو اته ولايتونه د سختو جګړو ډګر دى او يو زيات شمېر بهرني تروريستان د طالبانو ترڅنګ زموږ له امنيتي ځواکونو او خلکو سره په جګړې بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته