امنیت

پنځه طالبان په لوګر کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
د لوګر امنيتي مسوولينو د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې د پنځو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ايمل خان مومند باختر آژانس ته خبر ورکړ چې افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه د لوګر د اذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولت د وسله والو مخالفينو پر پټنځيو هوايي بريدونه وکړل چې په پايله کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول.
خو د لوګر د والي وياند ديدار لونګ وايي چې د دغه ولايت د اذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوايي بريدونو له امله ۴۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې په دغو هوايي بريدونو کې د طالبانو جنګي وسايل هم ويجاړ کړاى شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته