امنیت

په فاریاب کې ۱۴ تنه طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د مرغومې ۱۷ مه
د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۴تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نوریې ټپيان شوي دي.
له ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال پرون ناوخته د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په دغو بریدونوکې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته