کابل باختر د وږي نهمه :
شپږ تنه ماشومان په دوشي ولسوالۍ کې د توغندي د يو ماين د چاودنې له امله شهيدان شول او يوبل ماشوم ټپي شو .
دبغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محب الله باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه پرون دبغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په درومک کلي کې هغه وخت رامنځته شوچې دغه ماشومانو دڅارويو دپيولوپه خاطر ساحې ته تللي وو او د توغندي له ناچاودنې ماين سره چې په سيمه کې و؛ لوبې وکړې.
د ده دڅرګندونو له مخې: د دغې پيښې قربانيان له اووه کلنى څخه ترلس کلنى پورې وو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ