سیاست

دمشرانوجرګي غونډه جوړه شوه

.کابل باختر دوږي  پنځمه
  دسنا مجلس  ددويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان په مشرۍ دمشرانو جرګي په نننۍ غونډه کې دامنيتي حالاتو د خړپړتيا او د هيواد په ځينو  ولايتونوکې  دطالبانو د ډلې پرخلاف د وګړنيو پاڅونونو په باب   خبري وشوي .
  دمشرانو جرګي  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ سناتورانو دناامنيو دپراختيا او په تيره بيا دهيواد په سرحدي ولايتونو دپاکستان دتوپچې  پوځ او دراکټي بريدونو د دوام له امله دانديښني د څرګندونو په ترڅ کې  دهيواد په څو ولايتونوکې دوسله والو طالبانو پرخلاف وګړني پاڅونونه چې په عمده توګه بهرني طالبان  دي دسيمي په خلکو له اندازي زيات دطالبانو د ظلم او زور زياتي زيږنده او دهيوادوالو دامنيت په تامينولو کې دحکومت دکمزورتيا  نتيجه وبلله او څرګنده يې کړه که چېري  حکومت  او د هيواد ملي او سياسي مرکزونه دغو پاڅونونو  او غورځنګونو  ته په لازم ډول سمون ورنه کړي او له هغوي سره  دطالبانو  پرخلاف د دوي دروا مبارزو په کار کې مرسته ونه کړي ، ددي ويره شته چې نتيجه به يي بيا هم دخلکو او هيواد په زيان وي او دبي تدبيري او بي  پروګرامي  په صورت کې  به ټوپکېان په هره سيمه کې دملوک  الطوايفي  حکومتونه جوړ کړي او دپخوا په شان په افغانستان په دښمنيو  کليو وويشي او له هغو  څخه به دافغانستان بهرني دښمنان زياته ګټه واخلي او غونډي دمشرانو جرګي ددفاعي چارو کميسيون ته دنده وسپارله چې ددغو وګړنيو پاڅونونو  اومبارزو په لاښه  تنظيم لپاره دي په دي برخه کې دحکومت دپاملرنې دجلبولو لپاره يوه  اړخيزه  طرحه وړاندې  کړي
دغه راز دغه کميسيون ته دنده وسپارل  شوه هغو ولايتونو ته دمشرانو جرګي دهيئتونو د استولو په  باب چې وګړنې پاڅونونه  پکې دوام لري او هم دلوګر اوکونړ  په شان  زيانمنونکو ولايتونو ته دهيئتونو داستولو په باب  يوه طرحه وړاندېکړي .
دغه راز دامريکا دمتحده ايالاتو له خوا دستراتيژيکې تړون ديوي مهمي برخې  دنه رعايتيدل  چې دبهرنيو تيريو په صورت کې به له افغانستان سره مرسته وکړي خو دپاکستان دراکټي بريدونو په وړاندې يې چوپتيا غوره کړې ده انتقاد وشو
په واټونوکې دسوالګرو زياتوالې او دلارويانو دپاملرنې دجلبولو  لپاره ددوي ماشومانو ته دنشه يي توکو او دخوب راوړونکو درملو ورکول  يوه بله انديښنه وه چې په دې برخه کې دپاملرنې  لپاره دعامې سوکالۍ  کميسيون ته يوه دنده وسپارل شوه  .
دغه راز دتيري پنجشنبي په ورځ دقرغي په ډنډ کې ددريو تنو محصلانو د ډوبيدو موضوع چې ويل شوي دي په دې ساحه کې د ځوانې فرهنګي علمي  ټولنې ميلمانه   وو د تقنين دچارو دکميسيون ته وړاندې شوه چې دعدليې وزارت داستازي په شتون د دغې ټولنې دمسوولينو بې احتياطي  چې  ددريو   تنو ځوانانو د ډوبيدو سبب شوه دهغوى دوارثانو په غوښتنه وڅيړي  دمشرانو جرګي په برما دواکمنو  بودايانو داکثريت  له خوا په ميانمار کې دمسلمانانو د نسل وژنې دتراژيدي په باب دانديښنې  او همدردي  د څرګندونو په ترڅ کې  چې دبشري ټولنې دچوپتيا تر سيوري لاندې تر سره شوې ده اوکلونه کلونه کېږي چې مسلمان اقليتونه  په دغه هيواد کې تر ظلم او ځورونې لاندې   نيول کېږي  دمسلمانانو پرخلاف دهر راز تاوتريخوالې دبندولو او دهغه د عاملينو دمحاکمې غوښتنه وکړه .
دغه راز په غونډه کې دلوګر ولايت د حج او اوقافو درييس مولوي حاجي غلام رسول پاک روح ته چې تيره شپه دطالبانو له خوا په دغه ولايت کې شهيد کړي شو او د هيواد په بيلابيلو سيمو کې دروژي دمبارکې مياشتي په بهير کې  دځانمرګو  او تروريستي بريدونو دشهيدانو پاک روح ته دکلام الله مجيد دمبارکو ايتونو  په لوستلو سره دعا وشوه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته