ورزش

اتلاتيک له دولسو برياليتوبونو وروسته مساوى لوبه تجربه کړه

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠
دهسپانيې د فوټبال دسياليو په ديارلسمه اوونۍ کې د اتلاتيک مادريد برابره لوبه او د سويا او بارسلونا ټيمونو برياليتوب يې له ځان سره درلود.
دباختر آژانس دخبرله مخې: ددغو سياليو په لړکې تيره شپه څلور لوبې ترسره شوې چې په نتيجه کې يې د سويا ټيم د يوې په مقابل کې په دوو سره دهسپانيول پرټيم بريالى شو.
د والنسا ريال والدوليت او د اتلاتيک مادريد او وياريال ټيمونو لوبه برابره پاى ته ورسوله. خو د بارسلونا ټيم د يوې په مقابل کې په څلورو سره دجدو د پاى ردې ټيم ته ماتې ورکړه.
تراوسه پورې د بارسلونا ټيم د جدول په سرکې ځاى لري او ورپسې د اتلاتيک مادريد او ريال مادريد ټيمونه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته