کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٥
دملي اردو دمنسوبينو دتصفيوي عملياتو په بهير کې تيره شپه دننګرهار ولايت
په مربوطاتو کې يو شمير دښمنان ووژل شول او يو اندازه مهمات ترلاسه شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
دملي اردو منسوبينو دننګرهار ولايت دمهمندو درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې د دښمن يو شمير افراد ووژل شول او يو شمير نور يې ونيول شول او د دښمن درې توپونه ، يوه اندازه مهمات او تجهيزات او يو موټرسايکل ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : دملي اردو منسوبينو دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې دهيواد په ځينو سيمو کې دوسايطو ضد لس ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا ښخ کړى شوي وو ، کشف او شنډ کړل .
0 1 دقیقه لوستل