کابل باخترد وري دمياشتې ٩ :
دملي اردو يو زرو اويا تنومنسوبينو د ٢١٥ ميوندقول اردو د شورابک په تعليمي مرکزکې يوه روزنيزه دوره تېره او د فراغت سندونه يې ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دوه سوه ديارلس تنه افسران او بريدملان او اته سوه اووه پنځوس سرتيري په دغه روزنيزه دوره کې شامل وچې د روزنيزې دورې له پاى ته رسولو وروسته يې د فراغت سندونه تر لاسه کړل .