امنیت

په جلال اباد ښار کې دداعش دډلې ددريو غړو نيول کيدل .

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
دداعش دډلې درې تنه غړي دامنيتي مامورينو له خوا په ننګرهار ولايت کې  ونيول شول .
دغه داعشيان نن سهار په جلال اباد ښار کې ديولړ ځانګړو پوځي عملياتو په بهير کې ونيول شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې دداعش دډلې ددغو دريو تنو غړو نيول کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې دوى په جلال اباد ښار کې دخپلو فعاليتونو دپراختيا په لټه کې و .
ويل کيږي له نيول شويو کسانو څخه داسې سندونه ترلاسه شوي دي چې دداعش په تروريستي ډله کې ددوى غړيتوب ثابتوي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته