امنیت

نهه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د کب دمياشتې ٨
د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په بهيرکې چې پرون دهيواد په ځينو ولايتونوکې ترسره شول؛ ٢٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات دکابل، سرپل، زابل، ارزګان، هرات، فراه او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې ٢٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ ١٦ تنه ټپيان او درې تنه نور يې ونيول شول .
د دغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو ١٢ ماينونه د کونړ، قندهار، ارزګان، غزني، خوست او د لوګر د ولايتونو له مربوطاتو څخه کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته