سیاست

محمدکريم خليلي: د يو بل منل او پيوستون د هيواد د برياليتوب رمز دى

کابل باختر  دوږي پنځلسمه :
د افغانستان دملت د حقوقو د دفاع دټولنې رييس او غړو نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي  سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.
دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: د افغانستان دملت د حقوقو د دفاع دټولنې د رييس دڅرګندونو له مخې: په دې ټولنه کې د هيواد بېلابېل قومونه شامل دي چې هدف يې د هيوادوالى د حقوقو دتحقق او په افغانستان کې په شته ستونزو د برياليتوب لپاره د همکارۍ د زياتو زمينو د برابرولو په مقصد د مدني ټولنو او دولت ترمنځ دتعامل پيداکول دى.
دافغانستان دملت دحقوقو د دفاع دټولنې دغړو دڅرګندونو له مخې: لوړې ديني او الهي لارښوونې او دغه راز د هيواد اوسني شرايط د دې غوښتنه کوي چې د افغانستان خلک په دغو نازکو تاريخي شرايطوکې د لارې په سر د پرتو خنډونو او ستونزو د لازيات له منځه وړلو لپاره زيات يو والى او پيوستون ته مخه وکړي.
دوى د هيواد دبرخليک په وړاندې د مسووليت احساس د هيواد د هر وکړى ملي او ديني دنده وبلله اوڅرګنده يې کړه چې د هيوادوالى دحقوقو  دلازيات تامينولو او عملي کولو په مقصدبايد دافغانستان ټول خلک په را روانو انتخاباتوکې په کارنده توګه ګډون وکړي.
په دې کتنه کې دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي د افغانستان دملت دحقوقو د دفاع دټولنې د جوړيدو له امله ددغې ټولنې رييس او غړو ته مبارکي وويله .
دجمهور رييس مرستيال ددغې ټولنې غړي ددغه مرکز لازيات ټينګښت اوپراختيا ته وهڅول. 
ده د ٢٠١٤ کال را نږدې کيدو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې په هيوادکې اوسنى حالت او چلنجونه  د دې غوښتنه کوي چې په يوه ستر ملي پروګرام او لرليد سره  دجمهوري رياست دانتخاباتو او دامنيتي مسووليتونو دليږدونې هرکلي ته لاړ شو .
دجمهور رييس مرستيال څرګنده کړه چې افغانانو ښودلې ده چې په سختو ورځوکې کولاى شي  په يو والى او پيوستون  سره په سترو ستونزو بريالي شي .
دجمهور رييس مرستيال د يوبل منل او پيوستون  د هيواد د برياليتوب رمز وباله او څرګنده يې کړه: کله چې د افغانستان خلک له يوبل سره ورونه وي؛ د دې هيواد د خلکو دښمنان په خپلو ناوړو هدفونو ته ونه رسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته