امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو دډلې دترور موظف ونيول شو .

-کابل باختر د  وري  شپاړلسمه :
يو ډار اچوونکي چې ويل کيږي  دوسله والو طالبانو دډلې له خوا په ننګرهار ولايت کې ددولتي کارکوونکو او پوځيانو دترور مامور و ، ونيول شو .
په امين مشهور ملا شاهد الله دننګرهار ولايت دبهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي امنيت دموظفينو په ځانګړو عمليات کې ونيول شو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي  باختراژانس ته وويل په امين مشهور ملا شاهد الله ته دوسله والو طالبانو دډلې له خواد نده سپارل شوې وه  چې دولتي کارکوونکي او پوځيان وپيژني  تعقيب او ترور کړي .
ملا ميرويس  په لومړنيو تحقيقات کې دطالبانو په ډله کې په غړيتوب اعتراف کړى دى او ويلي دي چې ددغې ډلې دښاري شبکې ديوه مهم غړي په توګه ددولتي کارکوونکواو دپوځيانو په ترور موظف و .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته