نړۍ

امریکا پر پاکستان د ٣٠٠ میلیونو ډالرو مرسته لغوه کړه

نړيوالې خبري منابع باختردوږي دمياشتې١١نيټه :
امریکا پاکستان ته د درې سوو ميليونو ډالرو د مرستې لغوه کولو په اړه خپله پرېکړه اعلام کړه.
د امريکا پوځ ويلي چې دا مرستې يې ځکه لغوه کړې چې پاکستان د سخت دريځو پر وړاندې کافي اقدامات نه دي کړي.
د امریکا جمهوررئيس  ډونالد ټرمپ له پاکستان سره د ائتلافي ملاتړ په نوم دا پیسې او نورې مرستې د روان کال په لومړيو کې ځنډولې وې.
د ټرمپ اداره پر اسلام اباد تور پورې کوي چې سخت دريځو ته یې خوندي ځايونه ورکړي چې په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه پر مخ وړي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.
د دفاع وزارت وياند ډګرمن کان فاکنرويلي چې دا ٣٠٠ ميليونه ډالره بل ځای مصرفېږي، ځکه پاکستان دجنوبي اسیا لپاره دامریکا له ستراتيژۍ په ملاتړپرېکنده  اقدامات نه دي کړي.
فاکنر ويلي، که کانګرس يې تأيید کړي، پنټاګون به  دا درې سوه ميلیونه ډالر پر نورو بېړنیو لومړيتوبونومصرفوي.
ده زياته کړه چې د روان کال په لومړيو کې کانګرس پرپاکستان پنځه سوه ميليونه ډالر نورې د ائتلافي ملاتړمرستې هم بندې کړي او دا به ټولې اته سوه ميلیونه ډالر وي چې له پاکستان څخه ګرځول کېږي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته