کابل باختر دليندي څوارلسمه :
دمشرانوجرګې د ديني، فرهنګې، پوهنې او د لوړو زده کړو د چاروکميسيون پريکړه وکړه چې د ژوندون دخصوصي ټلويزيون جواز دې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا واخيستل شي .
باخترآژانس دمشرانو جرګې دمطبوعاتي دفتر دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ: ددغه کميسيون د غړو په غونډه کې چې پرون د سناتور مولوي محمود دانشجو په مشرۍ جوړه شوه؛ دخصوصي ټلويزيونونو په تيره بيا د ژوندون ټلويزيون د خپرونو دڅرنګوالى په باب انتقاد وشو او وويل شول چې د ژوندون ټلويزيون د (تصوير خبرې کوي) او (شهرناپرسان) د پروګرامونو او د مرکو او د ګردۍ ميزونو د پروګرامونو په خپرولو سره قومي اختلافاتوته لمن وهلى دى چې ګټه يې له بې اتفاقۍ پرته بل څه نه ده.
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د ژوندون ټلويزيون جواز دې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا واخيستل شي چې نور ټلويزيونونه دې خپل پروګرامونه د هيواد د نافذو قوانينو له مخې عيار کړي.
0 1 دقیقه لوستل