کابل باختر د تلي لسمه :
دياغيانو له شتون څخه دهرات ولايت دغوريانو ولسوالۍ دبيلابيلو سيمو دپاکولو عمليات پيل شول .
دامنيتي ځواکونو له خوا په دې حوزه کې عمليات له وسله والو مخالفينو سره دمقابلې په مقصد پيل شوي دي .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ مسوولينو ددغې ولسوالۍ دغنجان ، بلوڅو طاهريانو ، غلزو ، زوريانو ، شهر اباد ، چاه کردان او دځينو نورو سيمو او کليو تر پوښښ لاندې نيول اعلام کړ .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې دوه تنه وسله والو مخالفينو ته دعشر او زکات دراټولولو په اړوند پيژندل شوي او نيول شوي دي .
دپوليسو مسوولين وايي چې دغه عمليات به په بشپړه توګه ددولت دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو تر پاکولو پورې دوام ومومي .
0 1 دقیقه لوستل