ټولنه

دايران پخواني جمهور رييس به د نظام دمصلحت د شورا نوى غړي شي.

تهران-ايسنا- باختردزمري دمياشتې ١٥ :

دايران روحاني مشرآيت الله خامنه يي  پرون  د دغه هيواد پخوانى جمهور رييس محمود احمدي  نژاد د نظام د مصلحت د شورا د غړي په توګه  وټاکه.

د ايسنا خبري آژانس خبر  ورکړى دى چې د دغه سازمان  دندې د استازو د مجلس اودنګهبان د شوار ترمنځ د شخړو حل کول دي او د ايران د روحاني مشر خامنه يي له خوا کنتروليږي او د اساسي قانون په رعايتولو باندې د څارنې کار په غاړه لري.

تراوسه پورې په دې باب چې آيا احمدي نژاد په دې باب موافقه لري او  يا څنګه ، خبرنه دى ترلاسه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته