تهران-ايسنا- باختردزمري دمياشتې ١٥ :
دايران روحاني مشرآيت الله خامنه يي پرون د دغه هيواد پخوانى جمهور رييس محمود احمدي نژاد د نظام د مصلحت د شورا د غړي په توګه وټاکه.
د ايسنا خبري آژانس خبر ورکړى دى چې د دغه سازمان دندې د استازو د مجلس اودنګهبان د شوار ترمنځ د شخړو حل کول دي او د ايران د روحاني مشر خامنه يي له خوا کنتروليږي او د اساسي قانون په رعايتولو باندې د څارنې کار په غاړه لري.
تراوسه پورې په دې باب چې آيا احمدي نژاد په دې باب موافقه لري او يا څنګه ، خبرنه دى ترلاسه شوى.