سیاست

تبصره

کابل باختر دثور ٢٦ مه :
دکابل او پکتيا دانتخاباتي حوزو دپايلو په اعلام سره دولسي جرګې  په نصاب کې  تشه ډګه شوه او اوس دمجلس دغړو وار دى چې  په خپلو طرحو او پروګرامونو سره دخلکو هيلو ته ځواب ووايي .
دباختراژانس مفسر ليکي: دپکتيا او کابل دانتخاباتي حوزو پايلې پرون اعلام شوې اوددغودوو انتخاباتي حوزو وکيلانو دهېواد دجمهور رييس په وړاندې دوفاداري  لوړه وکړه او خپل کار يې پيل کړ .
  سره له دې چې  داستازو مجلس  دکار له پرانستلو څخه کابو شل  ورځې تيرېږي  خو دمجلس اداري غړي  تراوسه پورې نه دي انتخاب شوي ، دليل هم  څرګند دى څرنګه چې  ددوو انتخاباتي حوزو، کابل اوپکتيا  پايلې نه وې اعلام شوې او داکار ددې سبب شو چې په مجلس کې نصاب بشپړ  نه وي .  خو ددغو انتخاباتي حوزو دپايلو په اعلام سره ډيره ستره تشه چې هماغه په مجلس کې دنصاب نه بشپړوالې و، ډکه شوه اوداستازو په مجلس  کې دمعياري کارلپاره زمينه برابره شوه .
دافغانستان دپارلمان  غړي زياتې دندې په مخکې لري  چې بايد دهغو په ترسره کولو لاس پورې کړي خلک هيله لري چې دغه بنسټ  له ننګونو سره دمقابلې  توان پيداکړي .
په تيرو وختونو کې په افغانستان کې دپارلمان دکار په نـسبت په شک اوګومان سره کتل کيدل اودهغه په نسبت  يو ډول بې اعتمادي شتون درلود.
ستونزه هم جوته  وه ،دپارلمان يوشمير غړو مخکې له دې چې  دهېواد سترو مسئلو ته پاملرنه وکړي  زيات دشخصي ، ګروهي او سمتي ګټو په فکر کې  و او دپارلمان  څوکۍ يې خپلو شخصي  مقصدونو ته درسيدو لپاره  يوه سرچينه او مکان فکر کاوه .
په زياترو ورځو کې دمجلس ديوشمير غړو ددايمي غيرحاضريو په دليل دغونډو نصاب  بشپړ نه و چې داکار ددې سبب کيده چې عمومي غونډې جوړې نه شي او مهم تصميمونه ونه نيول شي داکار ددې سبب شو چې خلک له پارلمان څخه خپل  اعتماد واخلي .
دپارلمان دنويو غړو دانتخابولو لپاره انتخابات  هم له ستونزو څخه تش نه و دانتخاباتي کميسيونونو په کار کې ناخوالې ددې سبب شوې چې دواړو انتخاباتي کميسيونونو مسوولان څارنوالۍ ته وروپيژندل شي.
دافغانستان نوى پارلمان  په داسې حال کې خپل کار پيلوي چې دهغوى په پته زياتې نيوکې اوګڼ  شمير ننګونې دافغانستان خلکو او اوسني نظام ته متوجه دي چې هغوى ته رسيدنه ملي يو والي دنظر يو والي ، زغم ، ديوبل مننې او دقيقو پروګرامونو ته اړتيا لري .
دجګړې او سولې مسئله ، ددولت ددريځ  او موقف پياوړتيا ، دافغانستان دستونزې سياسي حل ، اقتصادي ستونزې ، دبې وزلي  پراختيا، دډول ډول جرمونو زياتوالى او نورې مسئلې په هېوادکې  دچارودښه والي لپاره  اساسي  بحثونه دي چې بايد دنوي پارلمان غړي هغه ترسره کړي او دهغو دترسره کولو په کار کې دې له حکومت سره مرسته وکړي .
نوى پارلمان له بېلابېلو  سياسي او ټولنيزو ډلو څخه جوړشوى دى چې زياتره يې له يوبل څخه توپيري نظر لري خو هغوى تر يوه  چت  لاندې چې هغه دملت کور بلل شوى دى راغونډ شوي دي يعنې هغه کسان او اشخاص چې بېلابېلې  نظريې او مفکورې لري اوس ديوې کورنى غړي دي او په ټولو کې دخدمت مفکوره ترسترګو کېږي خلک له خپلو استازو څخه دخدمت هيله لري هغوى  دې بايدداسې کاروکړې  چې دبې اعتمادي فضا لرې شي او له ننګونو سره دمبارزې لپاره فرصتونه برابر شي  دپارلمان نويو غړو خپل کار په کلکې ژمنې سره پيل کړى دى وليدل شي چې دخلکو هيلو ته څه  ځواب وايي .
  ختم _ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته