سیاست

دهرات دولايتي شورا رييس د پلويانو مظاهره .

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
دهرات دولايتي شورا د رييس په لسګونو تنو پلويانو د ده دممنوع الخروج په غبرګون کې مظاهرې وکړې .
مظاهره کوونکو په دې لاريون کې کامران علي زى بې ګناه وباله او له دولت څخه يې وغوښتل چې په ده لګول شوي بنديزونه لرې کړي کامران علي زى دهرات په څارنوالۍ د ده او دده دساتوونکو له بريد او په فساد ديو تورن کس له ايستلو څخه وروسته دلوى څارنوالۍ له خوا ممنوع الخروج شو او کاريې وځنډول شو.
ده په ځان لګول شوي تورونه رو کړي او ويې ويل يواځې جمهور رييس صلاحيت لري چې هغه ممنوع الخروج کړي او کاريې وځنډوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته