امنیت

په ګرمسيرولسوالۍ کې دملي اردو تاسيسات جوړشول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١١  :
دامريکا دسمندري ځواکونو له خوا دشپږ اتيا مليونو امريکايي ډالرو په لګښت دهلمند ولايت  په ګرمسير ولسوالۍ کې دملي اردو تاسيسات  جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو دلومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال محمدعلي شجاعي ددغو تاسيساتو دپرانستلو په وخت کې وويل،  دغه تاسيسات  د٢١٥ ميوند قول اردو  دلومړۍ لوا لپاره  جوړ شوى دى .
ده زياته کړه: دغه تاسيسات دامريکا دسمندري ځواکونوله خوا دګرمسير ولسوالۍ په   دوير  سيمه کې  جوړ شوى دى.
جنرال شجاعي وويل : په دغو  تاسيساتو کې  ١٣٠ بلاکونه جوړ شوى دى  او ټولې پوځي اړتياوې په کې په پام  کې نيول شوي دي او  ٨٦ مليونه ډالره پرې لګيدلي دي.
ده زياته کړه چې  دانجينرۍ او ساختماني تاسيساتو چارې په خپله دامريکايي ځواکونوله خو دملي دفاع وزارت له پلان سره سم ترسره شوي دي.
په دغو تاسيساتو کې په يوه وخت کې  څلور زره تنه سرتيري ځائيږي او په روزنيز ځاى سربيره  دخوب  اوډوډۍ  خوړولو امکانات او نورملحقات هم لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته