امنیت

دوسله والو طالبانو يو قوماندان په کندهار کې ونيول شو

کندهارباختردوري دمياشتې ١٩ :

دوسله والو طالبانو يو قوماندان نن په کندهار ولايت کې ونيول شو.

دغه سړى دژيړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان او ناټو دځواکونو په ګډوعملياتو کې نيول شوى دى.

ناټو باختراژانس ته ديوى خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي  دغه قوماندان په ژيړۍ  اوپنجوايۍ ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو بريدونو ته  لارښوونه کوله.

ددغي خبرپاڼې  دمعلوماتوله مخې ددغو عملياتو په بهيرکې څوتنه نور له وسله والو طالبانوسره  دهمکاري په تور نيول شوي دي.

په دي خبرپاڼه کې افغان او ناټو ځواکونو  اوملکي وګړو ته دسرداحتمالي زيان په باب څه نه دي ويل شوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته