سیاست

د بهرنیو چارو د وزیرصلاح الدین رباني وینا

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې٢٠مه
د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیرصلاح الدین رباني وینا
مسکو- روسیه
۲۰۱۷ز کال د فبروري ۷مه
د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب لاوروف،
د رسنیو درنو غړو،
آغلو او ښاغلو،
ماسپخین مو په خیر،
د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب لاوروف، ستاسو د سخاوتمندانه بلنې او ګرمې میلمه پالنې څخه ډیره مننه. زه او راسره پلاوی خوښ یو چې نن دلته د مسکو په پرتمین ښار کې یو څو له تاسو سره د دوه اړخیزو او سیمه ایزو چارو په باب په مهمو مسایلو خبرې اترې وکړو.
زه غواړم چې د روسیې حکومت او ولس څخه دګټورو اړیکو له امله مننه وکړم، لکه څرنګه چې مونږ د نړیوالې ټولنې په مرسته د خپل هېواد د باثباته کولو په هڅه کې یو، مونږ ټینګ باور لرو چې د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه او له ګڼو ګډو ګټو، ننګونو او فرصتونو په درلودلو سره، باید د اوسني او راتلونکو نسلونو لپاره په ګډه کار وکړو. په دې موخه، د دوه اړخیز درناوي او ګټو په اساس مونږ خپلې دغې ملګرتیا ته د لا ودې ورکولو په موخه هر ډول روښانه او مشخص قدم اخیستلو ته چمتو یو.
زمونږ د ګډو موخو د تحقق په برخه کې د دواړو هېوادونو پر قوي ژمنې باندې د بیا ټینګار په ګډون، په لوړه کچه زمونږ همکاریو ته د دوام ورکولو لپاره د یو مهم ګام په توګه دغه سفر مونږ ته یو ښه فرصت په لاس راکړ څو د هغو دوه اړخیزو ګټو او ګډو ننګونو په چوکاټ کې چې دواړه هېوادنه ورسره مخامخ دي، د یو شمیر دوه اړخیزو موضوع ګانو په اړه خبرې وکړو.
د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب لاوروف سره په لیدنه کې مو د سیمې سولې او ثبات پیاوړي کولو په برخه کې د روسیې د رول په ګډون، د خپلو دوه اړخیزو همکاریو په ټولو اړخونو پراخه او ګټورې خبرې اترې وکړې. د غبرګو ګواښونو په هکله د روسیې اندېښنو ته د رسیدګۍ لپاره به زمونږ په سیمه کې د بهرنۍ پالیسۍ د ابزار په توګه د ترهګرۍ او بنسټ پالنې څخه ګټه نه اخیستل به د افغانستان په ټیکاو کې مرسته وکړي. مونږ موافق یو چې د افغانستان او روسیې ګډې ګټې د سیمه ایز ثبات پورې تړلي دي. افغانستان او روسیه د ترهګرۍ، افراطیت، د نشه ای توکو تولید او قاچاق، او جنایتونو له یو بل پورې تړلو او مغلقو امنیتي ننګونو په اړه اندیښمن دي. دواړه هېوادونه باید له یو بل، په سیمه ایزه او نړیواله توګه، له نورو سره د دغو ګډو امنیتي ګواښونو له منځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.
پدې تړاو، مونږ د افغانستان او روسیې ترمنځ د نظامي برخې په ګډون د تخنیکي همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې. پداسې حال کې چې زمونږ ځواکونه د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګریزو شبکو سره د مبارزې په لار کې په نه ستړې کېدونکې جګړې بوخت دي، مونږ د روزنې او تجهیزاتو په برخو کې د مرستې له کبله د روسیې د حکومت څخه مننه کوو. زمونږ د دفاع وزیرانو له لوري لاسلیک شوی نظامي-تخنیکي هوکړه لیک نافذ شوی دی چې زمونږ د دواړو هېوادونو ترمنځ به متقابلې تخنیکي نظامي همکارۍ لا غښتلې کړي.
همدارنګه، مونږ د خپلو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو په اړه هم خبرې وکړې. پدې برخه کې، مونږ په افغانستان کې د روسیې د پانګونې پر فرصتونو او د روسیې څخه د تیلو د واردولو د کچې پر زیاتوالي تمرکز کوو.
پر دې برسیره، مونږ د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په ګډون د څو اړخیزو دریځونو له لارې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډیروالي هوکړه وکړه. پدې موخه، مونږ د شانګهایي د همکاریو سازمان د بشپړ غړیتوب لپاره د افغانستان د وړاندیز څخه د روسیې په ملاتړ هم خبرې وکړې، او پدې برخه کې د روسیې د مثبت ځواب هرکلی کووم.
پدغه مهم سازمان کې به زمونږ غړیتوب افغانستان او روسیه پر دې وتوانوي چې د ترهګرۍ، نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې، اقتصادي همکاریو، او د وګړنیزو اړیکو او کلتوري همکاریو د پراختیا په ګډون په سیمه کې د ګډو ګټو او اندېښنو په اړه سره څو اړخیزې ګډې همکارۍ وکړي.
په پای کې، مونږ د خپلو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې پر سیاسي ډیالوګ او سلا مشورو ټینګار وکړ چې زمونږ د دوه اړخیزو اړیکو په غښتلي کولو مرسته کولای شي. له همدې کبله، مونږ د عمومي رئيسانو، مرستیال بهرنیو چارو وزیرانو، بهرنیو چارو وزیرانو او د دولت او حکومت د مشرانو په ګډون د ډېپلوماسۍ د بېلا بېلو کچو له لارې د خپلو اړیکو پر زیاتوالي هوکړه وکړه. د امریکا متحده ایالاتو په ګډون له نورو مهمو ښکیلو غاړو سره په لاس ورکولو سره به په بېلا بېلو برخو کې زمونږ له لوري ډیرې سلا مشورې په تېرو پنځلسو کالونو کې په افغانستان کې په سختۍ سره د ترلاسه شویو لاسته راوړنو په برخه کې زمونږ دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.
غواړم چې د دوه اړخیزو تبادلو د جاري ساتلو او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لارووف د ګرم هرکلي نه په مننې او ګټور سفر په هیله خپلې خبرې پایته ورسوم.
مننه!

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته