فرهنګ

د هرات په ادبي ټولنه کې اووم کتاب چاپ شو

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ١٦ :
(ګلباغ انديشه) د هغه کتاب عنوان دى چې د هرات د ادبي ټولنې د خپرونو په مرکز کې چاپ شوى دى .
دغه ارزښتناک اثر د ارواښاد مولانا فيض محمدفيضي هروي د عارفانه غزلياتو  په قالب کې دى  چې د هرات د ادبي ټولنې د خپرونو د مرکز له خوا چاپ شوى دى.
مولانا فيضي هروي په روان عصرکې د هرات يو تن نوميالى عالم دى چې د دغه ښار يو زيات شمېر مشران د هغه د شاګردى وياړ لري .
مولانا فيضي هروى چې صاحب دل او واقعبين عارف دى؛ دخپل وخت دناخوالو دلرې کولو لپاره چې هغه يې سخت خواشينى کړى و؛ يو لړ ارشادات لري چې د شعر په قالب کې ويل شوي دي .
د هرات ادبي ټولنه چې په دغه لرغوني ولايت کې د ژبې او ادبياتو د ارزښتونو ساتوونکې ده؛  د دغه ارزښتمن اثر چاپولو ته د قدر په سترګه  ګوري او د ارواښاد روح ته دعا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته