امنیت

له پاکستاني پوله ساتوونکوسره د نويو جګړو وروسته د سرحدي ځواکونو تيارى .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
په قندهار ولايت کې دډيورنډ په کرښه دافغان اوپاکستاني پوله ساتوونکو ترمنځ  له جګړو وروسته  دهېواد په جنوب کې سرحدي ځواکونه تيارسى شوي دي .
  پرونى  جګړه هغه وخت ونښته  چې پاکستاني  ځواکونو غوښتل  دسپين بولدک او دشورابک دولسواليو په مربوطاتو کې دډيورنډ په کرښه  اغزن سيمان ولګوي .  دغه جګړه څو ساعته دوام وکړ او تراوسه پورې  له دواړو لورو څخه دتلفاتو دکچې  په باب  خبر نه دى ترلاسه شوي .
دافغانستان په جنوب کې دسرحدي پوليسو يو جګپوړي قوماندان وايي چې دپاکستاني پوځيانو دتحرکاتو له زياتوالي او داغزن سيمانو په لګولو ددوى له اقدام وروسته  دافغانستان سرحدي ځواکونه تيارسى شوي دي .
ده باختراژانس ته وويل موږ دسپين بولدک اودشورابک په ولسواليو کې چې پرون  دافغانستان او پاکستان دسرحدي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه رامنځته شوه شتون لرو . او دپاکستاني پوځيانو  هر راز اقدام ته به  غاښ ماتوونکي ځواب ورکړو .
پاکستان له افغانستان سره د ډيورنډ په کرښه کې داغزن سيمانو دلګولو په خاطر  پنځه سوه مليونه ډالره ځانګړي کړي دي او تراوسه پورې يې په لسګونو کيلومترو کې اغزن سيمان درولي دي .
  افغانستان  دپاکستان دغه اقدام  پرخپلې ځمکني بشپړتيا ښکاره تيرى بولي
   ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته