فرهنګ

حسينه صافى: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د ملاتړ کوونکي ادارې په توګه د هېواد د نافذو قوانينو او د ملي ګټو په رڼا کې د رسنيو ملاتړکوي

کابل باختردزمري دمياشتې ٣ نيټه :                  
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېره شپه د رسنيو او د رسانه يي بنسټونو له مسوولينو سره د پيژندګلوۍ او مشورتي غونډه جوړه کړه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
  دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معينانو، سلاکارانو او رييسانو، د رسنيو او د رسانه يي بنسټونو د مسوولينو او استازو او د حکومت د يوشمېر ويندويانو په ګډون جوړه شوه .
د دغې غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين فاضل سانچارکي خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه غونډه د رسنيو له مسوولينو او رسانه يي بنسټونو سره د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د سرپرستې د پيژندګلوي او د رسنيو د فعاليتونو او د هغو د ستونزو د څيړنې د څرنګوالي په باب جوړه شوې ده.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او نوماند وزيرې  د اطلاعاتو د رسولو په لاره کې د هېواد د رسنيو د کارونو او فعاليتونو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: د ملي وحدت حکومت د هېواد د اساسي قانون، د ډله ييزو رسنيو د قانون او د نافذو قوانينو په رڼا کې، د رسنيو آزادو فعاليتونو ته ژمن دى او د هغو ملاتړ کوي.
دې وويل: په همدې اساس تر اوسه پورې درې زره چاپي، تصويري او صوتي رسنۍ د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ثبت او راجستر شوي دي او دا د تنوع، آزادۍ او د کثرت ګرايى ښکاروندى دى چې معنوي امتياز يې د افغانستان  دولت، خلکو او رسنيو ته رسيږي .
حسينې زياته کړه چې په اطلاعاتو  د لاسرسى حق  چې د قانون له لارې تنظيم شوى دى، د هر افغان حق دى او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د ملاتړ کوونکي ادارې په توګه د هېواد د نافذو قوانينو او د ملي ګټو په رڼا کې د رسنيو ملاتړ کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ مسوده په دغه وزارت کې چمتو شوې ده او د هغې د زياتې بډاينې په خاطر  د رسنيو د عالي شورا  له خوا له تصويب مخکې، د دغې مسودې متن به د نظريو د وړاندې کولو په خاطر له تاسو د رسنيو کارکوونکو او د رسنيو ملاتړ کوونکو بنسټونو سره شريک شي.
په دې غونډه کې د خبريالانو د فدراسيون په استازيتوب رحيم الله سمندر د فدراسيون د کارونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې د خبريالانو  فدراسيون  د رسانه يي بنسټونوترمنځ په همغږۍ کې ارزښتناک کارونه ترسره کړي دي .
ده د خبريالانو  او د رسنيو د کارکوونکو پرخلاف د تاوتريخوالي ديوشمېر دوسيو، د يوشمېر رسنيو د مالياتي جريمو د معافيت، اړو خبريالانو ته د مرستې  د صندوق او د خبريالانو فدراسيون د يوشمېر نورو برياليتوبونو په باب چې د حکومت په همکارۍ د ګډې کميټې په  چوکاټ کې ترسره شوي دي، معلومات ورکړل.
ده د حکومت له مشرتابه څخه مننه وکړه او ويې ويل چې دحکومت او د خبريالانو  د فدراسيون ترمنځ نږدې اړيکې شته او زياته يې کړه چې له بده مرغه په تيرو شپاړلسو کلونوکې د فدراسيون او د خبريالانو ترمنځ  ښې اړيکې نه وې موجودې او دغه وزارت له رسنيو څخه هيڅ راز ملاتړ نه دى کړى.
سمندر دغه راز د رسنيو د کار په وړاندې يوشمېر ستونزې بيان کړې او د رسنيو  د کار او فعاليت په لاره کې يې د مقرو او قوانينو د تطبيق غوښتنه وکړه.
د خبريالانو د فدراسيون غړې شفيقې حبيبي هم په خپلو خبروکې د هېواد په رسنيوکې د ژورناليستو ښځو رول پيکه وبلله او دغې ستونزې ته يې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
دې زياته کړه چې په پام کې لري د ژورناليزم له پوهنځي څخه يوشمېر فارغې نجونې د رهبريت او مديريت په څلور مياشتنۍ روزنيزه دوره کې وروزي چې  د خبريالانو په فدراسيون کې د ژوناليستو ميرمنو د مشرانو په توګه کار وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د خوراکې توکو او تغذيې د خونديتوب د ملي اجندا د مشرتابه د عالي کميسيون د اړيکو مسوول فرهاد احمدکارمند د دغې ادارې د فعاليتونو په باب معلومات ورکړل ويې ويل چې د دغې ادارې يو مهم هدف دا دى چې د افغانستان هر وګړى د هېواد په هره سيمه کې بايد له ښو خوړو او تغذيې څخه برخمن  وي .
دغه راز ده له دغې ادارې سره د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت او په تېره بيا د دغه وزارت د خپرونو د چارو د معينيت د همکاريو له امله مننه وکړه او د عدالت غوښتنې او پوهاوي ورکولو په برخه کې يې د هېواد د رسنيو رول مهم او ارزښتناک وباله .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته