خبرونهفرهنګټولنهTOP

د کتاب اوونۍ په مناسبت کابل پوهنتون کې د کتاب نندارتون پرانیستل شو

کابل، د غوايي ۳۰مه، باختر 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د کتاب اوونۍ په مناسبت نن په کابل پوهنتون کې د کتاب نندارتون او د بیهقي کتاب خپرولو ریاست کتابتون دایمي غرفه پرانیستل شوه.

د یاد رياست رئيس عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده وویل چې په دغه نندارتون کې ۷۰ خصوصي ناشرانو هم برخه اخیستې او زرګونه ټوکه کتابونه پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.

مفتي زاده زیاته کړه، چې تېر لمریز کال کې يې ۵۷ عنوانه بېلا بېل کتابونه چاپ کړي، چې شمېر یې شاوخوا ۱۰۹ زره ټوکه ته رسېږي.

هغه همدارنګه وویل چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کتابتونونو جوړولو پلان لري او تر دې دمه یې ۱۱ ولایتونو کې کتابتونونه فعال شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزیز د دغه نندارتون د پرانیستې پرمهال مطالعې دارزښت په تړاو خبرې وکړې او ځوانان یې وهڅول چې په ورځینیو چارو کې کتاب لوستنې ته ځانګړی وخت ورکړي.

په همدې حال کې یو شمېر خصوصي ناشرانو او محصلینو له باختر اطلاعاتي اژانس سره خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه اقدام ستاینه وکړه او دغه کار يې په هېواد کې د مطالعې کلتور د ودې په اړه مهم وباله.

د یادونې وړده، چې دغه نندارتون به ۶ ورځې دوام وکړي، چې په لومړي دوو ورځو کې به د کابل پوهنتون په انګړ، دوه ورخې به د څرخي پله په زندان او دوه ورځې به په مرکزي دارالایتام کې کتابونه نندارې ته ايښې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته