کابل /دغبرګولې ١٨مه /باختر:
اته ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ کې دنويو جګړوپه بهير کې ووژل شول .
دغه جګړې دوروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې دکونړ ، نورستان اودلغمان دولايتونوپه ځينوسيموکې رامنځته شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو درسنيودفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې جګړو کې اته ډآر اچوونکي ووژل شول او ٦ تنه نور ټپيان شول .
دخبرپاڼې دمعلوماتوله مخې، دغه جګړې پرپوځيانود ډار اچوونکو له برېدونو وروسته رامنځته شوي دي .
په دې جګړو کې درې تنه پوځيان ټپيان شوي دي چې دهغوى روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى .
دسولې دخبرو اترو په لور دافغانستان په يون سره په يو اوبل دطالبانو اوپوځيانو برېدونه کمښت موندلى دى .
ختم _ج_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل