امنیت

څوتنه ياغيان ووژل شول اويوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شول.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٥ :

دملي اردو منسوبينو په تيرو ٢٤ ساعتو کې  دهيواد په ځينو ولايتونو کې دجلاجلا عملياتو په بهيرکې  څوتنه ياغيان وژلي او يوشمير جنګي وسايل يې  ترلاسه کړي دي .

 دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفترنن باختراژانس ته خبرورکړ چې په  تيرو ٢٤ ساعتو کې دغزني ولايت  داندړو په ولسوالۍ کې  دملي اردو دمنسوبينو په  عملياتو کې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نور ياغيان ونيول شول او ددښمن دوه کلاشينکوفونه ، پنځه موټرسايکلونه ، دپيکاڅلور صندوقه ګولۍ اوشپاړلس ماينونه ترلاسه شوي دي.

دملي اردو ځواکونو دغه راز  دقندهار ولايت په ژيړي ولسوالۍ کې په جلاجلا عملياتو کې دوه کلاشينکوفونه او يو ديرش ماينونه اودکاپيسا ولايت په مربوطاتوکې اتيا ماينونه کشف اوضبط کړي دي .

ديوبل خبرله مخې :  اووه تنه مشکوک کسان دملي اردو دځواکونو له خوا دبغلان ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې ونيول شول چې له هغوى څخه پنځه ماينونه او دهاوان پنځلس ماينونه ترلاسه شوي دي  اودفراه ولايت په ګلستان ولسوالۍ کې  درې تنه ماين ايښودونکي له ديارلسو ماينونو، يوې بطري اويوسلو پنځوسو مترو  لينونوسره نيول شوي دي .

دغه راز پنځه تنه ډار اچوونکي دقندهار ولايت په ميوندولسوالۍ کې دملي اردوله ځواکونوسره په نښته کې وژل شوي دي .

دغه راز په هغې خبرپاڼه کې  چې دملي دفاع وزارت له لارې باختراژانس ته ليږل شوې  ده دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ  په مربوطاتو او دلغمان ، ميدان وردګو، لوګر ، غزني ، زابل ،قندهار ، فراه ، هلمند اودبادغيس دولايتونو په اړوندو ساحو کې دڅو ماينونو دچاودنو او  ددښمن دبريدونوله  امله دملي اردو دڅلورو تنو منسوبينو دشهادت خبرورکړشوى دى.

په دې خبرپاڼه کې ددغو ساحو په پيښو کې دملي اردو دڅو تنو نورو منسوبينو دټپي کيدو يادونه هم شوې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته