کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١١
د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د استوګنې په يوه کور د هاوان د ماين د لګيدو له امله يو ماشم ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول .
د غزني د والي وياند محمدعلي احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: له څو ورځو را په دې خوا په اندړو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.
ده زياته کړه: د دغې جګړې په بهيرکې د اندړو ولسوالۍ د رشيدانو د کلي په يو کور د هاوان د ماين د لګيدو له امله يو ماشم شهيد او درې تنه نور ټپيان شول.
احمدي زياته کړه: تر اوسه معلومه نه ده چې د هاوان ماين له کوم لوري څخه توغول شوى دى؟
د اندړو ولسوال محمد قسيم ديسي وال وويل: وسله والو طالبانو د استوګنې په کورونوکې سنګر نيولى دى او په امنيتي ځواکونو ډزې کوي.
د پيښې ټپيان د درملنې لپاره کابل ته ليږدول شوي دي.