کابل – باختر د لړم دمياشتې ٩
د فارياب ولايت د پاڅون کوونکو يو قوماندان پرون ووژل شو.
د پاڅون کوونکو قوماندان محمد نعيم له خپل يوه ساتوونکي سره تېر ماښام ددغه ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ د تپه قلعه په سيمه کې په يو وسله وال بريدکې ووژل شو.
د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهري د باختر آژانس خبريال ته وويل: محمد نعيم کله چې د صياد له غره څخه د تپه قلعه په لور روان و؛ د ناپيژنداندو موټر سايکل سپرو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شو.
د شيرين تګاب د ځوانانو غورځنګ د شورا رييس زين الله ذکي وويل: محمد نعيم د عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د ملي غورځنګ د ګوند يو قوماندان و.
تېره مياشت د حاجي فيض باى په نامه د دغه ګوند يوبل قوماندان له يوبل تن سره په همدې ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ووژل شو.