کابل باختر دثور يوولسمه
دهيواد په ځينو ولايتونوکې پرون دجلا جلا عملياتو په بهير کې څوارلس تنه ياغي طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ چې دملي پوليسو ځواکونو د کابل _ ننګرهار ، زابل ، لوګر او دغزني دولايتونو په مربوطاتو کې دملي اردو ، ملي امنيت او ائتلاف د ځواکونو په همکارۍ پنځه مورده تصفيوي عمليات ترسره کړل چې له امله يې څوارلس تنه ياغي طالبان ووژل شول دوه تنه ټپيان او شپاړس تنه نور ونيول شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دغو عملياتو کې شپږ کلاشينکوفونه ، يو توغندي ويشتونکي ، دوه ميله پيکا ، درې ماينونه ، اووه کيلوګرامه نشه يي توکي او دوه موټر سايکلونه هم دملي پوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .