امنیت

په خوست کې د پولیسو له تعلیمي مرکز څخه ۶۲ تنه ملي پولیسان فارغ شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٨ :
په خوست ولایت کې نن د پولیسو له تعلیمي مرکزڅخه ۶۲ تنه نوي ملي پولیسان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.
له خوست څخه باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي: 
مراسمو ته د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت وویل چې دا په خوست ولایت کې د ملي پولیسو دولسمې دورې ۶۲ تنه فارغان دي چې ټولنې ته یې د خدمت کولو لپاره وړاندې کوي ، چې په ښه تعلم او تربیه، لوړ وطني مرام، او پرمختلو وسلو سره روزل شوي دي .
غیرت نويو فارغو شويو ملي پولیسو ته وویل چې د خپل وطن لپاره په رښتنی ، صادقانه ،ایماني او وطني احساس سره د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي، چې خلک د پولیسو په شتون سره خوندي او ارامه ژوند وکړي .
غیرت نوي فارغ شوي ملي پولیسو په مراسمو کې وویل چې هغه پولیس چې ښې کړنې تر سره کړي؛ مکافات او هغه چې بدې کړنې ترسره کړي؛ مجازات به شي . پولیس باید بې طرفه وي او ټولو وګړو ته یو شان احترام ولري، پولیس باید له خلکو سره په هره برخه کې همکاري وکړي او خلکو ته آسانتياوې برابرې کړي .
یوه نوي فارغ شوي پولیس عابدالله چې متون ورغه کلي اوسیدونکی دى؛ باختر آژانس ته وویل: له دې وړاندې مې څلور کاله ملي اردو کې وظیفه تر سره کړي او اوس غواړم چې په ملي پولیسوکې د خلکو لپاره خدمت تر سره کړم .
ده وویل چې موږ د تعلیم په وخت تجربه لرونکو استاذانو څخه مو ښې زده کړې تر سره کړي د نوي ماډرن وسلو سره مو بلدتیا پیدا کړي اوپه راتلونکي کې به د خپلو مسکي زده کړو څخه دښمن ته د ماتي ورکولو په برخه کې ښه ګټه پورته کړو. ده د ځونانو څخه وغوښتل چې ملي پولیسو ته راشي د خپل وطن ،خارې او خلکو لپاره خدمت وکړي .
دا په خوست ولایت کې د پولیسو تعلمي مرکز څخه دولسمه دوره ۶۲ تنه فارغان وو چې ټول یې ۱۰۹۹ تنه ملي پولیس ټولنې ته د خدمت کولو په خاطر وړاندې کړي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته