امنیت

دوه تنه ډار اچوونکي په لوګرکې ووژل شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه :
دوه تنه ډار اچوونکي تېره شپه د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شيرآقا فقيري باختر  آژانس ته وويل: دغه ډار اچوونکي د دغه ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د کوماندو  د ځواکونو په کمين کې ووژل شول.
فقيري زياته کړه: په دې  کمين کې يو  ډار اچوونکى ټپي شوى او دوه تنه نور نيول شوي دي او د دښمن يو هايلکس موټر، يو موټرسايکل او يو د رازنوف وسله هم  د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته