کابل باختر دسلواغې يوولسمه :
داجراييه رياست دلومړي معاونيت په وړانديزاو داجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله له حکم سره سم داجراييه رياست دلومړي معاونيت دمقام يوولس تنه سلاکاران ټاکل شوي دي .
ډاکتر محمد ظاهر دسياسي اونړيوالو چارو دسلاکارپه توګه ، ډاکترمحمد حليم تنوير دفرهنګي او ټولنيزو چارودسلاکار په توګه ، الحاج عبدالجبار شولګري د حقوقي او پارلماني چارو دسلاکار په توګه ، قاضي نجي الله دديني چارو دسلاکارپه توګه ، ډاکتر صفي الله دفرهنګي چارو او درسنيو دسلاکار په توګه ، ډاکتر سيف الدين دقومونو او قبايلو دسلاکار په توګه ، محمدسرور ذاکر دقومونواوقبايلو دسلاکار په توګه ، الحاج محمد رضا فاضل دديني چارودسلاکار په توګه ، عبدالمنان دديني چارو دسلاکار په توګه ، عبدالصبور توحيدي دحکومتوالي دچارودسلاکار په توګه او اسد الله دانکشافي او اقتصادي پلوه دسلاکار په توګه ټاکل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل