سیاست

دملي شورا دمشرانو جرګې اعلاميه

په افغانستان باندې دپخواني شوروي  د سره پوځ د تيري ددوه ديرشمې کاليزې له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانو جرګې اعلاميه .

 بسم الله  الرحمن الرحيم

   دملي شورا دمشرانو  جرګه  دپخواني شوروي اتحاد د سره پوځ  تيري  چې د ١٣٥٨ کال دمرغومي  دمياشتې په شپږمه نيټه په افغانستان وشو ديوې توري ورځې په  توګه بولي او هغه غندي .

 هغه زيانونه او کړاونه چې له کمونستي  عناصرو سره په لاس  يو کولو له لاري دشوروي  ددغه درانده تيري له امله په افغانستان باندې  وشو  دهيواد دبنسټونو  دويجاړتيا  او دمليونونو افغانانو دشهادت ، معلوليت اومهاجرت  سبب شو دهيواد دنننيو  او راتلوکو نسلونو  له ذهنونو څخه نه هيريدونکي دي .

 دافغانستان مجاهد او مقاوم ملت  چې په ميړانې اوسرښندنې  سره ديرغلګرو په وړاندي ودريد او له نه ستړي کيدونکو مبارزو وروسته ، دپخواني شوروي يرغلګر ځواکونه يې له هيوادڅخه وشړل  دهيواد دخپلواکي زيري يې راوړ او تيري کوونکو ته له ټولو شرموونکي دا وچې  له کوم برياليوب پرته  دماتې او په شاه تګ  په منلو سره  له افغانستان څخه ووتل  او دشوروي اتحاد  د زبر ځواک  نظام له ماتې سره مخامخ او تجزيه شو

 تاريخ ښودلې ده چې افغانان سره له دې چې دمتقابلوګټو پربنسټ د نړۍ له ټولو هيوادونو او په  تيره بيا له ګاونډيو هيوادونو سره د ښو او دوستانه اړيکو علاقمندي  لري خو دهرهيواد دبريدونو او ګواښونو په صورت کې  دخپلې خپلواکي اوځمکني  بشپړتيا دفاع کړي اوکوي يې .

 دملي شورا دمشرانو جرګه په افغانستان باندې دپخواني شوروي اتحاد دتيري دغندلو په ترڅ کې چې دوه ديرش  کاله ورڅخه  تيريږي  دهيواد له يو موټي  او ورور ملت څخه غوښتنه کوي چې ددغه شان  وياړنو په ساتلو سره د هيواد دابادي ، سوکالي او دسولي او امنيت دټينګښت په لاره کې  يوبل ته لارښوونه  ورکړي او دهيواد دشهيدانو او ملي اتلانو پاکې هيلي پوره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته