سیاست

د هېواد د ملي امنیت سلاکار د هلمند او ارزګان ولایتونو له قومي مشرانو سره وکتل

کابل / باختر / د سلواغې د مياشتې ۲۱مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، تېر ماښام د ملي امنیت شورا دفتر د غونډو په تالار کې د ارزګان او هلمند ولایتونو له یو شمېر قومي مخورو سره وکتل.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې محمد هاشم الکوزي، حاجي محمد خان، حاجي مستري او یو شمېر نورو مشرانو په خپلو سیمو کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په تړاو خبرې وکړې او د حکومت له برنامو يې ملاتړ اعلام کړ.
یادو قومي مشرانو د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغوی ټینګار وکړ چې د افغان زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه هر ډول غیر مسوولانه څرګندونې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دي.
په همدې حال کې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب یادو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست د ویلو ترڅنګ، د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو د هغوی د ملاتړ قدر داني وکړه.
هغه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو په ستاینې سربېره وویل: افغان ځواکونه شپه او ورځ د هېوادوالو د امنیت د تامینولو لپاره هڅې کوي او په دې لاره کې قرباني ورکوي.

د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه: له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مې چې جلا جلا لیدنې کړې دي، هغوی هېڅکله شخصي غوښتنې نه دي مطرح کړې، بلکې غوښتنه یې د سولې او ثبات تامین دی.
پای – ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته