سیاست

اشرف غني احمدزى: د ملي وحدت د دولت د جوړولو په باب بايد شک وجود و نه لري

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا د باورليک د ترلاسه کولو په وخت کې له خلکو څخه مننه وکړه او ټينګاريې وکړ چې په هيوادکې به د ډاډ او اعتماد فضا واکمنه شي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د انتخاباتو خپلواک کميسيون نن منتخب جمهور رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي ته باورليک ورکړ.
په هغو ځانګړو مراسموکې چې له همدې امله ددغه کميسيون په مقرکې پرځاى شوي و؛ په ډاکتر اشرف غني احمدزي سربېره د هغه دوو تنو مرستيالانو او د انتخاباتي مرکز همکارانو ګډون کړى و .
ډاکتر اشرف غني احمدزي د منتخب جمهور رييس په توګه د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د باورليک له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان له خلکو څخه د انتخاباتو په بهيرکې د دوى د ونډې اخستنې او زغم په خاطر مننه وکړه.
ده ټينګار وکړ: په انتخاباتوکې د خلکو د پراخ ګډون له په پام کې نيولو سره د ملي وحدت په تامينولوکې د شک هيڅ ځاى نه شته؛ شپه په يوه رڼا ورځ بدليږي او په هيوادکې به د ډاډ او اطمينان فضا واکمنه شي.
ده ټينګار وکړ چې د خلکو د ټپونو درملنه کوي او د دواړو انتخاباتي مرکزونو په استازيتوب يې خلکوته وويل چې ستاسو د هرې رايې ساتنه کوو او تاسو ته حساب ورکوو .
اشرف غني احمدزي د خپلو خبرو په دوام وويل چې په نويو پرمختياوو او د انتخاباتو د بهير په پاى ته رسيدو سره د اقتدار بدل شوى دى؛ نه قدرت .
ډاکتر احمدزي يادونه وکړه چې پروني سيالان ننني همکاران دي؛ څرنګه چې ډاکتر عبدالله عبدالله ويلي دي: د ملي وحدت دولت د واک ويش نه بلکې د دندو ويش دى چې په هغه کې کار ښه کيږي او دواړه ټيمونه پراخو اصلاحاتو ته ژمن يو.
دغه راز ډاکتر اشرف غني احمدزي په دغو مراسموکې له حامدکرزي څخه مننه وکړه چې واک ليږدول يې د اساسي قانون د حکمونو له مخې عملي کړ او د خلکو له ارادې څخه يې دفاع وکړه. ده حامدکرزي د زړور مشر او ښه سلاکار په توګه ياد کړ.
بايد وويل شي چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس ډاکتريوسف نورستاني منتخب جمهور رييس ته د باورليک له ورکولو مخکې په لنډه وينا کې د انتخاباتو د بهير د اوږديدو له امله د افغانستان له خلکو څخه بخښنه وغوښتله او ټينګار يې وکړ چې د کميسيون کار په وخت سره ترسره شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته