کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
وسله والو غلو نن سهار يوسراچه ډول موټر له پلخمري ښار څخه غلاکړ . خوپوليسو يوساعت وروسته غلاکړى شوى موټر ترلاسه اوخاوند ته يې وسپاره
د بغلان د امنيې قوماندانۍ ويانداحمد جاويد بشارت د باختراژانس خبريال علي علمي ته وويل: له هغه وروسته چې غلو دغه موټر د پلخمري د لومړى حوزې د قشلاق له کلي څخه غلاکړ، خاوند يې له ځنډ پرته پوليسو ته خبرورکړاو د دويم سمت د ماموريت پوليسو وکولاى شول موټر پيداکړي. خو غله په تيښتې بريالي شوي دي چې د هغو د نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
ختم _ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ