نړۍ

دامنيت شورا غړي : اسرائيل دې دښارجوړولو کار له ډيل پرته بندکړي

 

نيويارک نړيوالي خبري منابع   باخترمرغومي دمياشتې  ١ :

دملګروملتودسازمان سرمنشي بان کي مون  اودامنيت شورا  غړي دامريکا له متحده ايالاتو پرته داردن  دسيندپه لويديځو غاړو اوپه بيت  المقدس کې  داسرائيلو دسړک جوړولو دکار په غندلو سره  له ډيل پرته ددغو کارونو دبندولو  غوښتنه وکړه .

داسوشتدپرس دخبري اژانس دخبرله مخې،  دامنيت شورا څوارلسو غړو ، فرانسې ، بريتانيا ،  چين، روسيې ، مراکش ، پرتګال ،. هند ، اذربايجان ، توګو ،پاکستان، جنوبي افريقا ، ګواتيمالا ، المان او  کولمبيا  پرون  په يوه وينا کې  داسرائيلو دښار جوړولو  د کار دبندولو په ترڅ کې  دغه اقدام دسولې دبهېر لپاره يو ګواښ وباله .

دملګروملتو دسازمان سرمنشي بان کي مون په جلا څرگندونو کې هم دخبريالانو په وړاندې وويل  چې داسرائيلو دسړک جوړولو کار ديوفلسطيني دولت  د جوړولو لپاره هلې ځلې  سخت ګواښوي.

ده زياته کړې ده  له اسرائيلو څخه غواړم چې په دې خطرناک تګلوري کې خپل يون ته دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته