ايسکوپيه باختر د سلواغۍ څلورمه :
مقدونيې چې دروان کال دمرغومې دمياشتې په ٢٧ نيټه له يونان سره خپلې پولې دپناه غوښتوونکو پرمخ تړلې وې نن يې بيرته پرانيستلې .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: دمقدونيې دکورنيو چارووزارت ديوې وينا په خپرولو سره اعلام وکړ چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ١٠٣١ تنه جګړه ځپلي مهاجرين له يونان څخه مقدونيې ته رسيدلي دي .
په دغه شمير کې له افغانستان څخه ٤٤١ تنه له سوريې څخه ٤٣٦ تنه او له عراق څخه ١٥٤ تنه شامل دي .
دمقدونيې دکورنيو چارووزارت دخبرتيا له مخې: دروان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې ٣٧ زره اته سوه ٣٥ تنه چې زياتره يې سوري اتباع دي ددغه هېواد له لارې تير شوي دي .
مقدونيه يوازې دسوريي ، عراق او افغانستان له هېوادونوڅخه جنګي مهاجرينو ته دننوتو اجازه ورکوي.
دمقدونيې حکومت تيره اوونۍ دفني دليلونو له امله له يونان سره خپلې پولې دجنګي مهاجرينو پرمخ تړلې وي.
0 1 دقیقه لوستل