امنیت

پنځلس تنه وسله وال طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٨
نهه تنه وسله وال طالبان پرون د ننګرهار ولايت په شيرزاد ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي اردو ځواکونو د مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دننګرهار ولايت دشيرزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٩تنه وسله وال طالبان ووژل شول او٥ تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو يو لړ چاڼيزو عملياتو له امله ٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه وسلې او د وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتو کې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او د وسله والو طالبانو د ډلې يو غړى له دوه ميله وسلو سره ونيول شو.
د يوبل خبرله مخې: د لغمان ولايت د دولت شاه ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې دوه تنه وسله وال مخالفين له وسلو سره يې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته