سیاست

دجمهوري رياست لومړي مرستيال دعربي متحده اماراتو دامير له خاص سلاکار سره وکتل

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٨ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن  د عربي متحده اماراتو  دامير شيخ سلطان بن خليفه   النحيان  له ځانګړي سلاکار محمد حريب العطيبه  سره  او په کابل کې  ددغه هېواد  له سفير جمعه الکعبي سره   په خپل استوګنځي کې وکتل  او ددواړو هېوادونو دعلاقې وړ موضوعګانو په باب يې خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دې  کتنه کې  دافغانستان  او دعربي متحده اماراتو  دلرغونو اړيکو  يادونه وکړه او زياته يې کړه  چې له افغانستان سره  بهرنۍ مرستې  دوام لري  او موږ هم هيله لرو  په افغانستان کې مرسته کوونکي هېوادونه  دې  هغو سيمو ته  چې  دناامنيو له امله  ورته پاملرنه  نه ده شوې ،  همکاري وکړي.
په همدې حال کې  دمتحده عربي اماراتو دامير خاص سلاکار  دجمهوري رياست  له لومړي مرستيال سره  دکتنې له امله  دخوښۍ  دڅرګندولو په ترڅ کې زياته کړه دسولې  په بهيرکې ستاسو  وروستي برياليتوبونه چې په سلګونو تنو وسلې په ځمکه کيښودې او دغه راز  په مستقلانه دفاع کې   ستاسو  دکتنې وړ فعاليتونه هغه اغيزمن ګامونه وو  چې موږ هم   په دې برخه کې  هر راز مرستې او همکارۍ ته چمتو يو.
  په دې کتنه کې  دعربي متحده اماراتو سفير  دجمهوري رياست له لومړي مرستيال  سره  دکتنې  اوپه دغه مقام کې  دده دټاکنې له امله  دمبارکۍ په ترڅ کې  په راتلوونکي کې هم دافغانستان له خلکو سره يې دخپل هېواد دهمکاريو ډاډ ورکړ .
دعربي متحده  اماراتو دامير خاص سلاکار   زياته کړه چې هېواد يې  چمتو دى  چې په افغانستان کې دهغو  سيمو  له څيړنې وروسته  چې  مرستې او پانګې اچونې ته اړتيا لري ، همکاري وکړي او په همدې مقصد يو هيئت يې هم ټاکلى دى  چې اړتيالرونکې سيمې مشخصې کړي .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال  افغانستان يو بډاى هېواد وباله  او زياته يې کړه چې  د دوستو هېوادونو دپانګې اچونې لپاره موږ  چمتو يو ښې زمينې برابرې کړو او موجود امکانات  له هغوى سره  شريکوو  او هلې ځلې کوو  له بيوزلۍ   او موجودو بدبختيو سره  جدي مبارزه وکړو.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز  په افغانستان کې   د دوى دپانګې اچونې   دعلاقمندۍله امله  خوښي څرګنده کړه  او دهېواد په ګوټ  ګوټ کې  دوى ته  دامنيت دتامينولو ډاډ ورکړ.
دغه راز  په دې کتنه کې  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دشمال  دسيلاو ځپلو  د ستونزو  يادونه وکړه او دعربي  متحده اماراتو  له سفير څخه يې وغوښتل چې له بيځايه شويو  اوسيلاو ځپلو سره  زياتې همکارۍ وکړي.
له بله پلوه دعربي متحده اماراتو  دامير خاص سلاکار  په دې کتنه کې  دملي وحدت دحکومت  دبرياليتوب په مناسبت   دعربي متحده اماراتو دامير شيخ سلطان دمبارکۍ مراتب   دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته وړاندې کړل  او  دده رسمي بلنليک يې  دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته وسپاره .
دعربي متحده اماراتو سفير زياته کړه  چې شيخ سلطان   علاقمندي لري  چې په افغانستان کې پرمختيايي  او دبشري مرستو دفتر  جوړ کړي  چې له دې لارې   دخلکو اقتصادي ستونزې او اړتياوې په افغانستان کې وڅيړي  اوپه دغه هېواد کې  زياتې مرستې  او پانګې اچونې وکړي .
په همدې حال کې   دهېواد جمهوررييس  محمداشرف غني هم دجمهوري رياست  له لومړي مرستيال سره  دتيلفوني اړيکې په ترڅ کې  دجمهوري رياست له لومړي مرستيال سره دعربي متحده اماراتو   دامير شيخ سلطان  دخاص سلاکار  اوپه کابل  کې ددغه هېوادله سفير دکتنې له امله  خوښي څرګنده کړه  او دعربي متحده اماراتو  دمرستو ا وهمکاريو له امله   مننه او قدرداني وکړه.
دکتنې په پاى کې  دجمهوري رياست دمقام لومړي مرستيال  يوځل بيا  د دواړو هېوادونو داړيکو په لازيات ټينګښت باندې ټينګار وکړ او دعربي متحده اماراتو سفير ته يې ډاډ ورکړ  چې دوى به  دافغانستان له خلکو سره  دمرستې او پانګې اچونې دزمينو د برابرولو لپاره هلې ځلې وکړي  چې  هغوى وکولاى شي  په ښه توګه په  هغو سيمو کې  چې اړتيا ده  پانګه اچونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته