ټولنه

ديني عالمان : دنظام په وړاندې جګړه مردوده ده او دنظام دفاع جهاد دى .

کابل باختر د زمري پنځلسمه :
ديني عالمانو نن دجمعې دلمانځه له اداکولو مخکې دمسلمانانو ترمنځ هر راز ټولنيزه  نابرابري داسلام دمبين دين دلارښوونو پرخلاف وبلله او ويې ويل چې داسلام مبين دين دمسلمانانو ترمنځ په برابرۍ  او اتحاد ټينګار کړى دى .
دهېواد دمرکز او ولايتونو له  يوشمير جامع جوماتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې:ديني عالمانو په خپلو موعظو کې دمسلمانانو ترمنځ نفاق او ټولنيزه نابرابري دبدمرغيو عوامل وبلل او څرګنده يې کړه چې زموږ دټولنې ترقۍ او پرمختګ ته درسيدو مناسبه لاره يواځې د خلکو ترمنځ دبرابرۍ او اتفاق تامينول دي .
په دغو موعظو کې په ټينګار سره دافغانستان داسلامي جمهوريت دنظام پرخلاف جګړه مردوده وبلل شوه او دامنيتي بنسټونو منسوبين چې دډار اچوونکو په وړاندې خپل ټټرونه ډال کوي ددې هيواد اصلي مجاهدين او اتلان وبلل شول .
ديني عالمانو هغه کسان چې دپوځيانو او دهېوادوالو په وړاندې جګړه کوي ياغيان او متمردين وبلل او يوځل بيا يې څرګنده کړه .  چې دوى بايد دديني لارښوونو او دنبوي ( ص)  دارشاداتو په پام کې نيولوسره له جګړې  څخه لاس واخلي او نور دې  دخپلو هېوادوالو وينه تويه  نه کړي .
دوى وويل چې دنفس وژنه داسلام په مبين دين کې ډيره ستره ګناه بلل کيږي او بايد هغه کسان چې د پرديو په اشاره يې دخپل هېواد دخلکو او نظام پرخلاف وسله په اوږو کړې ده او دنفس  دوژنې سبب کيږي دې ټکي ته پاملرنه وکړي چې دهېواد پوځيان ټول  ددې هېواد اصيل بچيان  او مسلمانان دي او ددوى په وړاندې جګړه هيڅ راز  ديني  توجيه نه لري او له دې  امله بايد وسله په ځمکه کيږدي او په هېواد کې دسولې او امنيت دفضا دبرابرولو په لاره کې خپل پور اداکړي .
دغه راز ديني عالمانو دزمري دمياشتې اته ويشتمه زموږ دهېواد په تاريخ کې وياړلې ورځ وبلله او ويې ويل چې دغه ورځ زموږ دخلکو دازادۍ غوښتنې څرګندويه ده چې دهېواد په تاريخ  کې  زموږ دنيکونو او پلرونو دسرښندنې  او ځان تيريدنې  سره يې پيوند خوړلى دى .
  په دغو موعظو کې دماشومانو له مشرانو څخه وغوښتل شول چې دخپلو بچيانو دروغتيا او سلامتيا په ساتنه کې هڅه او هاند وکړي او دفلج يا ګوزڼ  د ناروغۍ پرخلاف واکسين دتطبيق  په برخه کې دې  دهېواد له روغتيايي ډلو سره مرسته وکړي او په خپلو ماشومانو واکسين تطبيق کړي او په دې برخه کې دې خپل مسووليت اداکړي .
  ديني عالمانو په سالمه توګه دبچيانو روزنه دهغوى دميندو او پلرونو مهم مسووليت وباله او ويې  ويل چې ديوې سالمې ټولنې لرل دخپلو بچيانو په روزنه کې دميندو او پلرونو دپور اداکول دي .
دوى  څرګنده کړه که چيرې  ميندې او پلرونه داسلام دمبين دين له لارښوونو سره سم دخپلو بچيانو په روزنې او پالنې  لاس پورې کړي له شک پرته  له نن ورځې څخه دسالمې ټولنې هيله پيداکولاى شي .
دوى دميندو او پلرونو  دحقوقو په باب هم خبرې وکړې او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې خپلو ميندو او پلرونو په وړاندې  ښه چلند اوسلوک غوره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته