کابل، د غبرګولي ۳مه، باختر
د پکتیکا د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۸۰ زره ډالرو په لګښت د نهاري پل د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي محمد اکبر عادل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یحیی خېلو ولسوالۍ اړوند په غیب خېل سیمه کې د انجینر امین الله محمود له لوري د ۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۴۰ متره په اوږدوالي، ۳.۵ متره په لوړوالي د نهاري پل د جوړولو چارې پيل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد پل به ۳ ستنې ولري.
هېره دې نه وي، چې د یاد پل په رغولو کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د دوه میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.