سیاست

افغانستان او اندونيزيا دسياسي ، تجارتي اوفرهنګي همکاريو موافقه ليکونه لاسليک کړل.

 

کابل  باختردلړم دمياشتې ١٩ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي او داندونيزيا جمهوررييس  سوسيلو بمبنگ يودهويونو  په سياسي  ، تجارتي او فرهنګي برخو کې  ددوه اړخيزو همکاريو دپراختيا لپاره  ژمن شول.

باخترا ژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :

د افغانستان اواندونيزيا دمشرانو او لوړ رتبه مقاماتو له خبرو وروسته  ددواړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو  ډاکتر زلمي رسول  اوډاکتر مارتي  ګاوه  دسياسي  اوخدمت پاسپورټونو دويزې دلري کولو اوددوه اړخيزو سلامشورو په برخو کې  دافغانستان او داندونيزيا  ددوستي اوهمکاري  موافقت ليکونه ددواړو هيوادونو د جمهورو رئيسانو  په حضورکې لاسليک کړل.

دغه راز ددغو مراسمو په بهيرکې دافغانستان او اندونيزيا ترمنځ دفرهنګي پروګرامونو دتبادلې دتفاهم يادداشت داطلاعاتو اوفرهنګ  دوزير ډاکتر سيدمخدوم رهين اود اندونيزيا دپوهنې اوفرهنګ  وزير ډاکترمحمدنوح له خوا لاسليک شو.

وروسته  داندونيزيا جمهوررييس  دافغانستان داسلامي  جمهوريت له جمهور رييس  حامدکرزي سره  په ګډ خبري کنفرانس کې وويل ، موږ ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو په باب ګټورې خبرې درلودې او دا   چې په څه ډول کولاي شو داقتصاد، پوهنې ، فرهنګ او نورو برخو کې  دوه اړخيزې همکاري پراخې کړو موږ اړوندو وزيرانو ته دنده وسپارله  چې دنننيو  خبرو نتيجې  وڅيړي او دعملي کولو په لاره کې يې اقدام وکړي.

داندونيزيا جمهوررييس  دغه راز له حامدکرزي څخه  دبالى ددموکراسي  دټولنې په پنځمه غونډه کې دګډون او وينا له امله  مننه وکړه او ويې ويل  چې دافغانستان د جمهوررييس په خبرو کې  ددموکراسي دارزښتونو داصولو  دارزښت  اوپه نړۍ کې دهغه دتطبيق په باب پياوړي  پيغام درلود .ده د حامدکرزي له مشرتوب څخه خپل ملاتړ څرګند او هيله يې وکړه چې افغانستان دجمهوررييس کرزي په پياوړي مشرتوب سره  په ستونزې بريالي شي  .

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي  په خپلو خبرو کې  په دې ترڅ کې چې  اندونيزيا يې دافغانستان دخلکولرغونې دوست وباله  ددموکراسي  دتامين  او ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو دپراختيا په لاره کې ددغه هيواد دجمهو ر رئيس  دنوښتونو اوهلوځلو ستاينه وکړه.

حامدکرزي  وويل چې داندونيزيا له جمهوررييس سره  په خپله  کتنه کې نه يوازې ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو دپراختيا  سبب شو بلکې يوځل بيا يې ددواړو هيوادونو دخلکو ترمنځ داړيکو پياوړي او ژور بنسټ هم کيښود.

په هغې ګډه اعلاميه کې چې له خبرو او( په راتلوونکي لسيزه کې دافغانستان او داندونيزيا داړيکو دپياوړتيا) ترعنوان لاندې  ددغو سندونو له لاسليک وروسته خپره شوه داسې ويل شوي دي  :

_  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي داسيا اواوقيانوسيې په سيمه کې  ددموکراتيکو ارزښتونو دپراختيا په خاطر دبالى ددموکراسي ټولنې  دپنځمې غونډې دجوړولو هرکلي وکړ.

_   اندونيزيا ژمنه وکړه چې د تخنيکي  ، دظرفيتونو دلوړولو  ، دمرکزونو دپياوړتيا ، کرهنې او دښځو دځواکمنتيا  دهمکاريوپه برخو کې  دافغانستان ملاتړ کوي .

_ دواړو هيوادونو  ددوستي دنوى موافقه ليک له امله  چي ددواړو هيوادونو ترمنځ د ١٩٥٥ کال ددوستي  دموافقه ليک  ځاى نيسي  ، هرکلي وکړ.

 ددوستي ددغه موافقه ليک له مخې به ددواړو هيوادونو ترمنځ سياسي ، اقتصادي ، تجارتي  ، فرهنګي او اکادميکي همکاري به پراختيا ومومي .

_ دواړو هيوادونو دفرهنګي پروګرامونو دتبادلې له لارې  دفرهنګي اړيکو له پياوړتيا سره  موافقه وکړه   اوداندونيزيا په پوهنتونونو کې دزيات شمير افغان محصلينو دمنلو هرکلي وکړ. اندونيزيا دغه راز اعلام وکړ چې چمتو دى  افغان استادان  په دغه هيواد کې وروزي .

_   دهيواد جمهوررييس  اندونيزيايي سوداګرو اوپانګه والو ته بلنه ورکوي چې په افغانستان کې پانګه واچوي او دغه راز په دغې ګډې اعلاميه کې  ددواړو هيوادونو  دتجارتي سکتورونو ترمنځ پرتبادلا تو ټينګارشوي دي.

_ دافغانستان او اندونيزيا جمهورو رئيسانو دقانون دتنفيذدپرسونل دظرفيت دلوړولو په باب  دتفاهم  ديادداشت له امله چې له مخې يې داندونيزيا پوليس  دترافيکو دمديريت ، دعامه  نظم  او دجنايي تحقيقاتو په برخو کې  په ډير لنډ ممکن وخت کې  دملي پوليسو پنځوس تنه افسران  ترروزنې لاندې نيسي  ، هرکلي وکړ.

_  ددواړو هيوادونو مشرانو   دتروريزم   اوله پولو بهر له سازمان موندلو جرمونو سره دمبارزې په برخو کې ددوه اړخيزو همکاريو پرارزښت باندې ټينګاروکړ.

_  افغانستان او اندونيزيا دقانون دتنفيذ  دکارکوونکو دظرفيت دلوړولو په پروګرام ، دپولو د پياوړتيا اوکنترول  او دسفر دسندونود څيړنې اوساتنې  په باب ژمنه وکړه 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته