سیاست

حامد کرزي د افغانستان او پاکستان د سوداګري او صنایعو د ګډې خونې له غړو سره وکتل

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ٢٣ مه
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن د افغانستان او پاکستان د سوداګري او صنایعو د ګډې خونې له غړو سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
د پخواني جمهور رييس دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې خان جان الکوزي او زبیر موتی‌ولا د افغان او پاکستاني سوداګرو په استازیتوب خبرې وکړې او څلور کاله وړاندې د دغې خونې په جوړېدوکې یې د حامد کرزي هلې ځلې او هڅې د ستاینلیک په ورکولو وستایلې.
حامد کرزي وویل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي حالات او کړکېچونه هېڅکله هم نشي کولای د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ واټن رامنځته او ټینګه دوستي یې زیانمنه کړي.
حامد کرزي همدا راز افغان او پاکستاني سوداګر وهڅول او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا زیاته وده کړي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته