امنیت

کابو سل تنه ياغيان په هلمندکې ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٦
د هلمند ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې کابو ١٠٠ تنه وسله وال طالبان په دغه ولايت کې وژل شوي دي.
د دوى د څرګندونو له مخې: د ياغيانو د سر له زيان سره جوخت وسله والو طالبانو هغه پلونه چې د ګرشک ولسوالۍ د هلمند ولايت له مرکز لښکرګاه سره نښلوي، چولي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک دباختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو د پلونو په چولو سره په ګرشک او لښکرګاه کې امنيتي ځواکونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي چې د امنيتي ځواکونو عمليات له ډب او خنډ سره مخامخ کړي .
په همدې حال کې ويل کيږي چې د هلمند په جګړه کې د امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونوکې ٩٨ تنه ياغيان وژل شوي او ٥٦ تنه نوريې ټپيان شوي دي .
ويل کيږي چې په ټپي طالبانوکې د وسله والو طالبانو د ډلې يوه قوماندان په ګدا ملا مشهور آغا ولي هم شامل دى.
په هلمند ولايت کې مقاماتو ويلي دي چې د نادعلي او مارجې په ولسواليوکې د هوايي پوځ د الوتکو د بريدونو له امله وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى  دى .
په هېوادکې ځينو رسنيو خبر ورکړى دى چې د هلمند په جګړه کې تر اوسه پورې پنځه سوه شپاړلسو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د هلمند دولايتي شورا رييس کريم اتل پرون په يوه ګډه غونډه کې وويل: دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د لښکرګاه ښار په يوولس کيلومترى واټن کې جګړه دوام لري او وسله والو طالبانو د چاه انجير په سيمه کې سنګرونه نيولي دي او امنيتي ځواکونو په دې سيمه کې عملياتو ته زور ورکړى دى .
د هېواد امنيتي مقامات وايي چې کومکي ځواکونه د نادعلي ولسوالۍ ته سيدلي دي او هلې ځلې کوي چې د چاه انجير سيمه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته